اسلام آباد 19 ستمبر (اے پي پي)د كورنيو چارو پخواني وفاقي وزير چوهدري نثارعلي خان وئيلي دې په تېرو څلورو كالو كښې چې څومره هاؤس كلينګ شوې د پاكستان په تاريخ كښې مثال نه لر??۔ د نهې په ورځ پنجاب هاٶس كښې مشرانو خبريالانو سره خپلو غېر رسمي خبرو كښې ده ووئيل زه دا ښكاره دريځ لرم چې زمونږ دننه چې څومره كمزورۍ او بې غورۍ دي بايد علاج ئې وش??۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده وئيل سوال دا پېدا كېږي چې د هند دننه چې كوم انتها خوښ هندوان او ترهه ګر تنظيمونه ډېر په زړورتيا سره د خپلو ناوړه عزائمو ترسره كولو ته ملا تړلے ده٬ چرې هم د هند حكومت يا سياستمدارو چا هم د دې خبرې اعتراف نه دې كړې هلته خو د درنو خلقو مخونه تورولې كېږي٬ په خارجي مېلمنو تشدد كېږي او مسلمانان او اقليتونه په بې دړدۍ سره يوازې د غوا د بې حرمتۍ په شك قتلولې كېږ??۔ ده ووئيل په افغانستان كښې په رڼا ورځ ګڼ شمېر ترهه ګر د امريكې د كېمرو د لاندې پاللې كېږي او پاكستان كښې په لويه كچه مرګ او ژوبله كولې ش??۔ ده ووئيل په هاٶس كلينګ هېڅوك اعتراض نه لري٬ بايد حكومت عملي كار ته ملا وتړي٬ مونږ له د داسې بيانونو نه ډډه پكار ده كومو سره چې د پاكستان دښمنه عناصرو بيانيه مضبوطېږ??۔ ده ووئيل په تېرو څلورو كالو كښې چې كور څومره هاؤس كلينګ شوې د پاكستان په تاريخ كښې مثال نه لري خو د دې باوج??د د ډېر كار كولو ګنجائش موج??د دے