نیویارك 21 ستمبر (اے پي پي) وزیراعظم شاهد خاقان عباسي ??ئيلي دې چې سي ??ېك په لويه كچه د سرمايه كارۍ م??مه ذريعه ده٬ مونږ لوېديز څخه هم سرمايه كارۍ له نور اضافي وسائل غواړو۔ وزيراعظم دا خبرې د ورلډ اكنامك فورم اېګزېكټو چيئرمېن كلاٶس شواب سره خپلو خبرو كښې وكړې چا چې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ غونډې په موقع د زيارت په ورځ وزيراعظم سره ملاقات وكړو۔ په دې موقع کلاؤس شواب ووئيل چې زه د پاکستان په معیشت كښې ????سن?? پېشرفت څخه متاثر شوې يم ٬ پاکستان كښې ??وسنې بدلون دې خبرې ته اشاره كړې ده چې په نظام كښې ??ياسي استحكام ښه موجود دې چې ورسره د نړيوالې كاروباري ورورولۍ باور زيات شوې دې۔ شواب وزيراعظم شاهد خاقان عباسي ته په ورلډ اكنامك فورم كښې ګډون له بلنه وركولو سره ووئيل چې زه غواړم چې د پاكستان د كاميابو ت??صي??اف دې فورم ته وړاندې كړې شي۔ ده ووئيل لويديز سره د پاكستان اړيكې په لسيزو پخوانۍ دي او دې ته ډېر په درنه سترګه كتلې شي۔ کلاؤس شواب د صحت، انفارمېشن ټېکنالوجۍ او د سائبر امنيت په څانګو كښې په رابطو زور رواړو كومو كښې چې پاكستان پرمختګ كوي۔ وزیراعظم ووئيل په دې څانګو كښې ?? مرستې بلها امكانات موجود دي۔ ده ووئيل حكومت نه يوازې سركاري څانګې بلكې نجي څانګې ته هم پام ګرځوي كومه چې پرمختګ كښې ?? بنيادي محرك حېثيت لري۔ د ملاقات په مهال د رابطو او مرستې دوام داره ساتلو لپاره سلا راغله۔