اسلام آباد۔ 09مارچ (اے پی پی) د ریاستونو او سرحدي چارو وفاقی وزیر لېفټېننټ جنرال (ر) عبدالقادر بلوچ وئيلي دي د افغان كډ??الو په عزت سره ستتندو لپاره افغان حكومت سره خبرې روانې دي۔ پاكستان كښې د رجسټرډ افغان كډ??الو شمېره 14 لكهه ده كومو كښې به چې 4 لكهه افغان كډ??ال زر تر زره بېرته لېږلې شي۔ د جمعې په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د پوښت??و دمې په مهال د نسیمه حفیظ پانیزئی د پوښتنې په ځواب كښې وفاقي وزير ووئيل بلوچستان كښې د تعليم 19 او د روغتيا 17 منصوبې بشپړې كړې شوي۔ دغسې د انفراسټركچر په يو شمېر منصوبو كار روان دے۔ په دې لړ كښې په ضلعي كچه كمېټي ٬ دوهم كمشنر ٬ صوبائي حكومت او يو اېن اېچ سي آر په ګډه پرېكړه كوي چې دا كار د چا په ذريعه وكړې شي۔ ده ووئېل 50 فیصد کام اېن جی اوز او 50 فیصد کار صوبائی حکومت كوي۔ د حکومت د افغان كډ??الو په اړه كومه واضحه پالېسي نه رامخې ته كېږي۔ پارلېمنټ چې كومه لائحه مرتب كړې وه به هغې عملدرآمد نه دې شوې۔ ده ووئېل پارلیمانی کمیټۍ وړاندېز كړې ؤ چې د يو اېن اېچ سي آر په نګرانۍ كښې دې دوئي خپل هېواد ته بېرته ولېږلې شي۔ وفاقی وزیر جنرال (ر) عبدالقادر بلوچ و??ئيل تېر كال مونږ د افغان كډ??الو بېرته تللو له اے پي سي جو??ه كړه په كومه كښې چې پرېكړه شوې وه چې دا كډ??ال دې په عزت بېرته ولېږلې شي۔ ده ووئېل كه د دوئي بچي زده كړې ترلاسه كوي يا كوم كاروبار كوي ??و دوئي لپاره دې وېزه پالېسي جو??ه كړې شي۔ ده ووئيل مونږ تر دسمبر 2017ء دا پرېكړه ځنډولې وه۔ ده ووئيل افغان اولس مشر مونږ سره تماس نيولې چې د افغان كډ??ال خپل هېواد ته بېرته راتګ له منصوبه بندي كوؤ او په دوو كالو كښې به دوئي راوبلو۔ وفاقې وزير ووئيل مونږ د افغان كډ??الو رجسټرېشن كړې او د دوئي شمېره 14 لكهه ده كومو كښې چې 10 لكه سره سيټیزن کارډ لري او 4 لكهه شناختي كارډ نه لري۔