اسلام آباد 14 اپرېل (اے پي پي) د موسمياتو محكمې وئيلي دي چې د راتلونكې اونې په مهال په هېواد كښې د بارانونو امكان دے۔ د موسمياتو محكمې راپور له مخې د اتوار د ورځې نه تر جمعه په خېبر پښتونخوا٬ فاټا٬ اسلام آباد٬ بره پنجاب٬ كشمير او ګلګت بلتستان كښې ??ه ځينې سيمو او په شمال ??تيز بلوچستان ٬ مېنځني او سوئيلي پنجاب كښې تندو هواګانو سره د باران ورېدو امكان دے۔ په خېبر پښتونخوا٬ كشمير او ګلګت بلتستان كښې ??ه غره ايزو سيمو كښې د زمكې ښوئېدنې د پېښو او په ځينې سيمو د ږلې ورېدو اندېښنه ده۔ د موسمياتو محكمې راپور له مخې د تېرو 24 ساعتونو په مهال ?? هېواد په زياتره سيمو كښې ??وسم ګرم او خشك و۔