اسلام آباد 20 جولائي (اے پي پي) لنډ مهاله د انفارمېشن ټېكنالوجۍ وفاقي وزير شېخ محمد يوسف وئېلي دي د لنډ مهاله حكومت كار سپيځلې او امناكه چاپیرچل كښې ټاكنې كول دي٬تورنه لګوونكو له دې لوے څښتن د رښتيا وئېلو توفيق وركړي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ د اېن ټي سي هېډكوارټرز دورې په موقع كړې۔پھ دې موقع د اېن ټي سي منيجنګ ډائرېكټر برېګېډيئر(ر)وقار رشيد خان هغه ته د ادارې په اړه تفصيلي بريفنګ وركړو۔لنډ ما??ه وزير ووئيل ګرد هېواد څخه د ټاكنو په اړه معلومات ترلاسه شوي٬لنډ مهاله حكومت ته تراوسه چا ګوته نه ده نيولې چې كوم ګوندونه د وخت نه وړاندې د ټاكنو د ټګۍ تورونه لګوي د هغوي به بيان كښې رښتيا نشته٬د هغوي لپاره به زه دا اووائيم چې لوے څښتن دې هغوي له د رښتيا وئېلو توفيق وركړي۔ده ووئيل د لنډ مهاله حكومت كار سپيځلې او امن اوامان چاپیرچل كښې ټاكنې كول دي ۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د ګردې نړۍ په مقابل كښې اوس په پاكستان كښې د ډېر څه كولو ضرورت دې۔لنډ مهاله وزير ووئيل اېن ټي سي د نړۍ د معيار له مخې آئي تي ټېكنالوجيز ودې لپاره كار كوي۔پھ دې موقع د اېن ټي سي منيجنګ ډائرېكټر بريفنګ وركولو سره د آئي ټي وزي?? ته ووئيل ادارې د كال 17-2016 پھ مهال پرمختيائي پروژو بشپړیدو سره 99 فيصد هدف ترلاسه كړی۔پھ دې مهال 14.30 ملينه غېر ملكي زرمبادله ګټلې شوې۔براډ بينډ كښې د 92 فيصد پرمختګ سره د ادارې دننه استحكام راغلې۔ ده ووئېل صوبو كښې نېټ ورك ته وده ترلاسه شوې٬ پنجاب كښې 15 او سندھ كښې 18 ضلعې په نوې نېټ ورك كښې شامل كړی شوي٬ ?? 100 څخه زياتو ايكسچينجز كښې نوې ټېكنالوجي لګولې شوې