واہ 08 اګست (اے پي پي) لنډ مهاله وزیراعظم جسټس (ر) ناصر الملك د هېواد دفاعي تقاضې په ترسره كولو كښې د پاکستان آرډیننس فېکټریز (??ي او اېف) د قدر وړ خدماتو ستائنې كولو سدره وئيلي دي د ګڼ اړخيزه دفاع او هېواد ته د پېښو امنيتي چېلنجونو په تناظر كښې ??ي او اېف ډېر مهم حېثيت لري۔ وزيراعظم دا خبرې ?? شورو په ورځ د ??ي او اېف آرډيننس فېكټريز دورې په مهال كړې۔ ??ي او اېف ته په تګ د ادارې چیئرمېن لیېفټېننټ جنرال صادق علي د وزیراعظم هركلے وكړو۔ وزیراعظم په ??ي او اېف كښې د جوړې كړې نړيوال معيار وسلې او د بارودو مصنوعاتو پحقله خبر كړې شو ۔ وزيراعظم د جنګ او امن په زمانه كښې د وسله والو ځواكونو دفاعي ا?? غېر دفاعي حاجتونه ترسره كولو لپاره د ??ي او اېف د خدماتو نه خبر كړې شو۔ وزیراعظم ته ووئيل شول يوازې د لګښت په بنياد د هېواد حاجتونه ترسره كولو سره سره ??ي او اېف د درآمدي د لارې هم د هېواد خدمت كوي ا?? 40 هېوادونو ته خپل سرپلس مصنوعات برآمد كولو سره قېمتي زرمبادله هم ګټي او دغسې دفاعي سفارت كارۍ ته وده هم وركولې شي۔ دغسې وزیراعظم د صحت، تعلیم او د ماحولیاتی تحفظ په مېدان كښې د ادارې ?? كارپورېټ سماجي ذمه واريو او د تجارتي هلو ځلو نه هم خبر كړې شو ۔ وزیراعظم د هېواد دفاع حاجتونه ترسره كولو لپاره د ??ي او اېف د قدر وړ خدمات وستائل۔ وزیراعظم د ??ي او اېف د افرادی قوت عزم او روانې هلې ځلې د ستائنې وړ وګرځولې د چا په خوارۍ او پوهه چې اداره په منطقه او بهر اعلٰې مقام تر لاسه كړے دے۔ وزیراعظم په دې موقع د مېلمنو په كتاب كښې خپل تاثرات قلمبند كولو سره ولېكل چې ??ي او اېف د جدت او اعلٰې پوهې كلتور زه ډېر متاثره كړې يم او زه ډېر مطمئن يم ۔