اسلام آباد 15 اګست (اے پي پي) قامي اسمبلۍ نوي ټاكلي سپېكر اسد قېصر ووئېلې دي د قامي اسمبلۍ د غړو لخوا په باور ك??لو د دوي مننه كوم٬ د اولس او قامي اسمبلۍ غړو توقعات تر سره كولو لپاره به هڅې كوم او د قائداعظم محمد علی جناح او مولوی تمیز ال??ین لخوا د جوړو كړو پارلماني رواياتو او ذمه وارو په ځائ ساتلو لپاره به كار ك??م ٬ ده ووئېل زمونږ ذمه واري ده چې مونږ د خپلو ذاتي ګټو نه پرته د هېواد مفاداتو لپاره كار وكړو ٬ ده ووئېل زمونږ ښكلا او وقار پاكستان دے٬ مونږ به په ګډه د اولس خدمت كوٶ۔ د شورو په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د سپيكر په توګه د انتخاب نه پس خپلو خبرو كښې اسد قېصر ووئيل زه د لوي څښتن مننه كوم چا چې ما له د پ??كستان د قامي اسبملۍ سپيكر په چوكۍ د فائز كېدو موقع راكړه٬ د عمران خان او د نورو ګوندونو لخوا په باور ك??لو د ھغوي مننه كوم۔ ده ووئيل په ايوان كښې د پ??وانو سپيكرانو سردار ایاز صادق، سید فخر امام، ډاکټر فهمیدہ مرزا، محمد میاں سومرو، آصف علي زرداري او د پ??وېز اشرف غوندې سي??ئر مشران موجود دي څوك چې د دې ايوان برخه دي ٬ د دوي په مشاورت به مونږ مخ په وړاندې قدم اخلو او په قام?? اېجنډا به كار ك??ٶ۔ ده ووئيل د سپيكر د لويو ذمه وارو احساس لرم او زه به د قائداعظم محمد علی جناح او د مولوی تمیز ال??ین چې كوم روايات دې په ھغو د پورا ختلو به هڅه كوم۔