اسلام آباد 01 ستمبر (اے پي پي) خارجه وزير شاه محمود قريشي وئيلي دي چې زمونږ په خارجه پالېسې كښې د كشمير مسئله د لسټ په سر كښې ده٬ د كشميريانو به اخلاقي او سفارتي ??لاتړ روان ساتو٬ د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلې ته په وېنا كښې به په مقبوضه كشمير كښې د هند په ظلمونو او د بشري حقونو څخه په سرغړونو په ب??پړه توګه د نړۍ په وړاندې د كشمير مقدمه وړاندې كوم٬ د آزاد كشمير خاص رغ??نه او پرمختګ هم د وفاقي حكومت په ترجيحاتو كښې شامل دي۔ ده دا خبرې د پاكستان تحريك انصاف آزاد كشمير مركزي لارښود او د اسمبلۍ پخواني كانديد سيد ذيشان حېدر سره د خبرو په مهال وكړې كوم چې ده سره د خالي په ورځ په خارجه دفتر كښې ملاقات وكړو۔ د ملاقات په مهال د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلې په ګډون٬ د كشمير په مسئله او د آزاد كشمير د سياسي صورتحال پشمول په نو??و مهمو چارو خبرې وشوې۔ ذيشان حېدر به راتلونكې اونۍ امريكې ته ځي چرته به چې هغه پاكستاني مشن او مستقل استازې مليحه لودهي سره د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلې او اړوند دستورو كښې مرسته كوي۔ خارجه وزير ووئيل چې زمونږ په خارجه پالېسې كښې د كشمير مسئله د لسټ په سر كښې ده٬ د كشميريانو به اخلاقي او سفارتي ??لاتړ روان ساتو٬ د آزاد كشمير خاص رغ??نه او پرمختګ هم د وفاقي حكومت په ترجيحاتو كښې شامل دے۔ په دې موقع د تحريك انصاف آزاد كشمير مركزي لارښود ذيشان حېدر ووئيل چې د كشمير مسئله يو فلېش پوائنټ جوړ شوے۔ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو كميسون د اوسني راپور په نتيجه كښې د كشمير مسئله په ټوله نړۍ كښې تر بحث لاندې راغلې۔ ذيشان حېدر ووئيل چې آزاد كشمير په تېرو وختونو كښې په مكمل توګه نظر انداز كړے شوے۔ په آزاد كشمير كښې سېلګرې٬ د ريسرچ پوهنتون٬ په مظفر آباد كښې د لوي روغتون٬ مېټرو بس٬ د مظفر آباد نه تر اسلام آباد د رېلوے ټرېك پشمول د مهمو لويو پروژو ضرورت دے۔