اسلام آباد 03 ستمبر (اے پي پي) د دفاع وفاقي وزير پروېز خټك وئيلي دي د ګوند ټكټ د چا په وېنا نه بلكې د ګوند زيات خذمت كوونكو ته وركړې شوې٬??مو??ږ سياست موروسي نه دے بلكې ??مو??ږ كورنۍ د ??ېر?? 70 كلونو څخه په سياست كښې ده او مونږ شپه او ورځ د اولس خذمت كوو۔د ګل په ورځ يو نجي ټي وي چينل پروګرام(جواب چاهيے)كښې ده ووئيل زما د كورنۍ نور كسان هم شپه او ورځ د اولس خذمت كوي٬ دوي يوه پېسه هم د حرامو خوړلې نه ده٬ځكه يې اولس خوښوي او په ټاكنو كښې دوي ته ووټونه وركوي۔ده ووئيل په ??ېر?? شلو كلونو كښې مونږ ماتې نه ده خوړلې۔د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل څوك چې د اولس شپه او ورځ خذمت كوي آيا د هغه حق نه جوړېږي چې په ټاكنو كښې برخه واخلي او د اولس خذمت روان وساتي۔ده ووئيل په مونږ ټكونه كوونكي دې نوښار ته راشي او معلومات دې وكړي چې چرته هم كومه خوشحالي٬غم يا بله مسئله وي نو ??مو??ږ د كورنۍ كسا?? دغلته ضرور موجود نه وي