اسلام آباد 23 اکتوبر (اے پي پي)سعو??ي عربستان د پاكستان لپاره د ادائيګو توازن له د يو كال لپاره درې اربه ډالره او د تېلو وركولو په لړ كښې 3 اربه ډالره تر يو كال د ادائيګو ځنډولو آسانيو ته سلا شوي دي ۔دا پريكړه د وز??راعظم عمران خان د سعودي دورې په مهال د سعودي قيادت سره د كاميابو خبرو اترو په مهال شوې۔د وز??راعظم دفتر لخوا جاري شوي بيان له مخې سعودي باكستان كښې د آئل ريفائنري لګولو منصوبه كښې هم د خوښي لرلو تصديق كړی٬د سعو??ي عرب ولي عهد شهزاده بن محمد سلمان د پاكستان خواري كښو لپاره د ويزې فيس كمولو په اړه د وز??راعظم عمران خان تجويز سره اتفاق كړې كوم چې په سعودي كښې د پاكستان افرادي قوت زياتولو او د دواړو هېوادونو تر مينځه د وګړو تږ راتږ آسانيو له غوره ګام دے٬د دورې په مهال خارجه وز??ر شاه محمود قرېشي٬د خزانې وز??ر اسد عمر٬د اطلاعات او خپرونو وفاقي وز??ر فواد حسېن چوهدري٬د تجارت لپاره د وز??راعظم صلاحكار عبدالرزاق داؤد او د سرمايه كارۍ بورډ چيئرمېن هارون شريف هم د وز??راعظم سره ملګري دي۔وزيراعظم عمران خان د سعودي دورې پھ مهال د دواړو هېوادونو ترمينځه د زړه پورې همغږۍ نتيجې رامخې ته شوي۔وزيراعظم د خادم الحرمين الشريفين شاه سلمان بن عبدالعزيز په بلنه په 22 او 23 اكتوبر د سباؤن سرمايه كارۍ اقداماتو په اړه كنفرنس كښې ګډون له سعو??ي عربستان ته تللې۔د دورې په مهال وز??راعظم د شاه سلمان او سعودي ولي عهد سره تفصيلي خبرې اترې كړې چې پكښې دوه اړخيزه اقتصادي او مالي مرستې په اړه كوټلي پريكړې شوي ۔د خزانې وز??ر اسد عمر او د سعودي خپل همڅنګ محمد عبدالله سره د مفاهم په يو يادښت لاس ليك كړې چې ترمخه به يې سعودي يو كال لپاره د ادائيګو توازن له درې اربه ډالره وركوي۔ په دې خبره هم سلا راغلې چې سعودي به د تېلو درآمد لپاره تر درې اربه ډالرو يو كال لپاره د ادائيګو ځنډولو آسانۍ هم وركوي او دا انتظام به دريو كلونو لپاره وي۔د دې نه پس به د دې بيا جاج اخستلې شي۔د سعودي پلاوي پاكستان كښې د پېټروليم ريفانئري سرمايه كارۍ له د امكاناتو د وړاندې څخه جاج اخستې ؤ ۔سعودي پھ دې منصوبه كښې د خپلې خوښۍ لرلو تصديق كړی او د كابينې منظورۍ نه پس به د مفاهم يو يادښت لاس ليك كولې شي۔سعودي په پاكستان كښې د معدني وسائلو پرمختګ كښې د خوښي لرلو څرګندونه كړې او دې مقصد له به وفاقي حكومت او د بلوچستان حكومت خپلو كښې مشاورت كوي۔د دې نه پس به د سعودي يو پلاوي ته د پاكستان دورې بلنه وركولې شي۔د نهې په ورځ د سباؤن سرمايه كارۍ اقداماتو په اړه د كنفرنس پرانستې نه پس د پاكستان په حقله د يو خاص غونډې انتظام شوې ؤ چې پكښې وز??راعظم معاشي پرمختګ او غېر ملكي سرمايه كا رۍ له د هېواد په ترجيحاتو زور راوړې۔د بشري وسائلو پرمختګ لپاره د حكومت په تګلاره زور راوړولو سره وز??راعظم د پاكستانو ځوانانو صلاحيت رامخې ته كړو او د سېلګرۍ٬معدنيات٬سكرو٬ګاز لټون او انفارمېشن ټېكنالوجي په څانګو كښې د سرمايه كارۍ ښ?? موقعې ئې په ګوته كړي۔ده د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د پاكستان د كاميابو ذكر وكړو چې په نتيجه كښې يې هېواد كښې امن او استحكام راغلې۔ده خاص اقتصادي زونز كښې د سرمايه كارۍ موقعو پشمول د چين پاكستان اقتصادي راهدارۍ په اهميت هم رڼا واچوله۔وزيراعظم د ګڼو كاروباري ادارو نمائندګي كوونكو كسانو د پوښتنو ځوابونه هم وركړل۔وزيراعظم د ګل په ورځ مدينې منورې ته رسېدلې ؤ چرته چې د مدينې ګورنر شهزاده فېصل بن سلمان د هغه هركلے كړی ؤ ۔د رسول پاك صلې الله عليه وسلم په روضه د حاضرۍ نه پس وز??راعظم رياض ته تللې چرته چې د رياض ګورنر شهزاده فېصل بن بندر بن عبدالعزيز د هغه تود هركلے كړې