اسلام آباد 06 نومبر (اے پي پي) قامي سلامتيا كمېټۍ د دې امر څرګندونه كړې چې د پاكستان پرمختګ او سوكالي په امن ٬ استحكام او د قانون په حكمرانۍ كښې ده۔ د قامي سلامتيا غونډه د نهې په ورځ د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ كښې وزيراعظم هاٶس كښې وشوه۔ د وزيراعظم دفتر لخوا د جاري شوي بيان له مخې په غونده كښې د ??ېو??د د سلامتيا صورتحال جاج واخستې شو۔ په غونډه كښې وفاقي وزيرانو ٬ شاه محمود قرېشي ٬ اسد عمر٬ پروېز خټك ٬ چوهدري فواد حسېن ٬ د داخله چارو دوهم وزير شهريار اپريدي ٬ د جوائنټ چيفس آف سټاف كمېټۍ چيئرمېن جنرال زبېر محم??د حیات، د پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه او نورو لوړو پوړو جا??وا??و ګډون وكړو۔ وزیراعظم ګډون كوٶنكې د چېن خپلې اوسنۍ دورې څخه په بشپره توګه خبر كړل