اسلام آباد 28 نومبر (اے پي پي) وزیراعظم عمران خان وئي??ي دي حکومت کاروباريانو او سرمايه كارو له هر ډول ممكنه مرسته وركولو لپاره عزم لري ۔ وزيراعظم دا خبرې د “پېپسي كو” د اسياء٬ مېنځني ختيز او شمالي افريقې لپاره د چيف اېګزېكټو افيسر مائيك سپانوز په مشرۍ كښ?? پلاوي سره په خبرو كښ?? كړې۔ د”پېپسي کو” پلاوي وزيراعظم پاكستان كښ?? د خپلې كمنپۍ د كاروبار او په راتلونكو پنځو كلونو كښ?? د 1.2 اربه ډالرو د نورې سرمايه كارۍ نه خبر كړو۔ پلاوي صنعت ته د پېښو ځينو مسئلو هم ذكر وكړو۔ پلاوي د اوسني حكومت د سرمايه كارۍ او په كاروبار دوسته پاليسو د باور څرګندونه وكړه۔ وزیراعظم ووئيل زمونږ حكومت هېواد كښ?? د ترلاسه كاروباري موقعو څخه استفادې لپاره سرمايه كارو له د آسانيو وركولو پوخ عزم كړې۔ وزيراعظم عمران خان ووئيل پاکستان د قدرتي او بشري وسائلو يو شتمند هېواد دے چرته چې د 30 كالو نه كم عمره وګړي د لس كروړه نه زيات دي