اسلام آباد 21 فروري (اے پي پي) د رېلوے وفاقي وزير شېخ رشيد احمد وئيلي دي د پا??ستان او ایران ترمېنځه د رېل پټلۍ بهتري او همكاري د دواړو هېوادونو په ګ??ه ده٬ د كوئټه ٬ تفتان او زاهدان د رېل پټلۍ ښه كولو هڅې به ګړندۍ كولې شي٬ د پا??ستان رېلوے د ایران رېلوے د پوهې نه استفاده كوي٬ د تكنیكي پوهانو ډله به زر جوړه كړې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده زيارت په ورځ د ا??را?? سفير مهدي هنر دوست سره په ملاقات كښې كړې۔ د ملاقات په مهال د ا??را?? سفير د رېلوے وزير ته د ا??را?? حكومت لخوا د قازوېن –رشت رېلوے روټ پرانستې دستوره كښې د ګډون كولو بلنه وركړه كومه كښې چې به د ا??را?? اولس مشر حسن روحاني خاص مېلمه وې٬ دستوره به د مارچ په 6مه نيټه كېږي۔ په دې موقع خپلو خبرو كښې وفاقي وزير ووئيل د پا??ستان او ایران ترمېنځه د رېل نېټ ورك بهتري او شراكت داري د دواړو هېوادونو په ګ??ه ده٬ د كوئټه ٬ تفتان او زاهدان د رېل پټلۍ ښه كولو هڅې به ګړندۍ كولې شي٬ د پا??ستان رېلوے د ایران رېلوے د پوهې نه استفاده كوي٬ ده ووئېل د تكنیكي پوهانو ډله به زر جوړه كړې شي ۔ ده ووئيل دواړه هېوادونه د اسلام په قوي رشته يو بل سره تړلې شوې او ګاٶنډي هېوادونه دي او د دواړه هېوادونه مذهبي٬ سماجي او كلتوري اړيكې لري۔ په دې موقع د ا??را?? سفير ووئيل پا??ستان د ا??را?? ورورو هېواد دے او زمونږ اړيكې يو تاريخ لري۔