اسلام آباد 08 اپریل (اے پی پی)اولس مشر ډاكټر عارف علوي وئيلي دي چې پاكستان د فرانس سره دوه اړخيزه اړيكې زياتولو او د تجارت ااو سرما??ه كارۍ په څانګو كښې د مرستې نورو موقعو لټولو خوښي لري۔د دې خيالاتو څرګندونه اولس مشر د پاك فرانس بزنس كونسل چيئرمېن او د ټوټل ګلوبل سروسز صدر تهيري فلملن سره په خپلو خبرو كښې وكړه۔چا چې د ګل په ورځ ده سره په ايوان صدر كښې د خپل پلاوي سره ليدلې وو۔اولس مشر ووئيل پاكستان د فرانس سره خپلې اړيكې مهمې ګڼي۔ده ووئيل پاكستان په خاص توګه د مينوفي??چر??ګ٬تعميرات٬سېلګرۍ٬مواصلات او د روډ انفراسټركچر په څانګو كښې د فرانس سرما??ه كارو له د سرما??ه كارۍ بېلې موقعې وړاندې كوي۔ده ووئيل د فرانس سرما??ه كار د پاكستان لبرل سرما??ه كارۍ پالېسو څخه استفاده كولې شي۔ده ووئيل په پاكستان كښې د سرما??ه كارۍ ښه موقعې شته۔ده ووئيل غېر ملكي كمپنو ته ځايې او غېر ملكي بانكونو څخه د قرضې اخستلو آسانۍ ترلاسه دي۔ده ووئيل دا مهال په پاكستان كښې 7 خاص اقتصادي زونز جوړ شوي او د فرانس كمپنۍ په دغه زونز كښې خپل صنعتي يونټ جوړولې او ??نت??ل كولې شي۔ده باور وركړو چې حكومت به نجي څانګې له آسانۍ وركوي۔اولس مشر ووئيل پاكستان به د فرانس د سرما??ه كارۍ هركلې كوي٬د سرما??ه كارۍ بورډ چيئرمېن هارون شريف او په پاكستان كښې د فرانس سفير مارچ بارټے هم په دې موقع موجود وو۔