اسلام آباد 04 اګست (اے پي پي) اولس مشر ډاكټر عارف علوي وئيلي دي چې د پوليسو د شهيدانو و??ځې په موقع د پوليسو افسرانو او اهلكارو ته ??ه لازوال قربانيو د عقيدت پېرزوينه وړاندې كوو٬ سره د سختو حالاتو او محدود وسيلو پوليسو امن او د اولس حفاظت لپاره مثالي كردار ترسره كړے او په دې لړ كښې ئې د كومې هم قربانې نه ډډه نه ده كړې۔ د اتوار په ورځ د پوليسو د شهيدانو و??ځې په موقع په خپل پېغام كښې اولس مشر ووئيل چې ټول قوم د هېواد او قوم سلامتيا لپاره د خپل ځان قربانوونكو مقروض دے۔ ده ووئيل چې نن د دې لوظ د پخلي كولو ورځ هم ده چې مونږ ته ??و موټې كېدو سره د كورنيو او بهرنيو سازشونو مقابله كول دي ځكه چې شرخوښي عن??صر د پاكستان د پرمختګ او استحكام په ض?? دي۔ ده ووئيل چې د پوليسو پشمول زمون?? امنيتي ادارې د دښمن په ض?? بوخت دي او انشاالله ډېر زر به دا عن??صر ختم كړے شي۔