اسلام آباد 05 اګست (اے پی پی)د وزيراعظم د اطلاعات او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان وئېلي دي د اسلامي مرستې تنظيم لخوا د هندي ظلمونو په ضد مظلوم كشميريانو سره د يو والي څرګندونه نړۍ ته پېغام دے چې هغوي د كشمير شخړې هواري لپاره فوري او موثر كردار ترسره كړي۔د ګل په ورځ په ټوېټر په خپل پیغام كښې د وزيراعظم مرستيالې وو??يل او آئي سي ګواهي وركړې چې په اېل او سي د هند پوځ په بې ګناه وګړو ممنوعه كلسټر وسله اكاروي بايد ملګرو ملتونه امن خوښي او مهذب قامونه د دې نوتس واخلي۔د وزيراعظم خاص مرستيالې وو??يل او آئي سي د جمو او كشمير د اولس د خپلواكه ملاتړ كولو سره ظالم او قانون ماتونك?? هند ته يوه بله ماتې وركړې۔هغې وو??يل مونږ د مظلوم كشميريانو په ملاتړ كولو د او آئي سي من??ه كوو۔فردوس عاشق اعوان وو??يل د كشميريانو عامه وژنه د نړۍ امتحان دے۔هند د ظلم او جبر د لارې د كشميريانو د خپلواكۍ جمهوري حق تر پښو نه شي لاندې كولې۔هغې وو??يل د كشميريانو په ملګرتيا كولو به نړيوالې ټولنې ته جمهوريت خوښۍ سره د خپل تړون عملي ثبوت وركول وي۔خاص مرستيالې وو??يل پاكستان به د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د قراردادونو په رڼا كښې د كشميريانو د خپلواكۍ حق اخلاقي سفارتي او سياس?? ملاتړ روان ساتي