اسلام آباد 02 ستمبر (اے پی پی) د وزيراعظم د پېټروليم خاص مرستيال نديم بابر وئېلي دي د تېلو او ګاز په ادارو د سرمايه كارۍ زياتوالي لپاره اصلاحات روان دي٬د اېل پي جي نرخونه او رسنه به ښه كولې شي٬د عدالتونو څخه كيس ختمولو نه پس د زياتو بلونو صارفينو ته 2 اربه 80 كروړه روپۍ بېرته ور??ولې شي۔ده د دې خيالاتو څرګندونه د ګل په ورځ د آئل اينډ ګيس كنفرنس ته خطاب او ور??ستو خبريالانو سره په خبرو كښ?? كړی۔نديم بابر ووئيل د تېلو او ګاز په څانګه كښ?? مونږ له مسابقت ته وده ور??ول او وړاندې تلل دي۔د نرخونو صورتحال هم ښه كولو ته ضرورت دے۔د پالېسي س??ز او ريګوليټرز جلا جلا ذمه وارۍ لري۔ ده ووئېل د اېل پي جي د نرخونو پ?? ګرمۍ كښ?? د كمي ګېلې رامخې ته كېږي خو د يخښنۍ په موسم كښ?? دا نرخونه زياتېږي كوم چې غريب او لرو پرتو سيمو كښ?? مېشته صارفينو له زغمل وي ځكه چې اېل پي جي د غريب اولس د كارولو څيز دے۔ده ووئيل د اېل پي جي نرخونه او رسنه ښه والي له اصلاحات ضرورت دې۔په هېواد كښ?? د تېل او ګاز ذخيره كولو ګنجائش زياتول غواړي ۔د يوې پوښتنې په ځواب كښ?? ده ووئيل صارفينو ته لېږلې شوې د اضافي بلونو 2 اربه 80 كروړه روپۍ جوړیږي۔اوګرا او اېس اېن جي پي اېل په دې لړ كښ?? كمېټۍ جوړې كړي خو دا معامله په عدالت كښ?? ده څنګه چې كيس ختم شي صارفينو ته به پيسې بېرته ور??ړې شي۔ده ووئيل حكومت په هېواد كښ?? په كاوبار كښ?? آسانۍ پیدا كولو لپاره اقدامات كوي۔د سرمايه كارو سرمايه كارۍ تحفظ او آسانيو لپاره اقدامات كوو ۔