نیویارك 23 ستمبر (اے پی پی) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قریشی وئيلي دي پاكستان د آرمینیا د اړخه د متنازعه سيمې جغرا??یې?? آبادی، معاشی، سماجی او كلتوري تشخص او اداره جاتی ډھانچې بدلولو يو اړخيزه اقدام مخالفت كوي، آرمینیا دې د ملګرو ملتونو سلامتی كونسل په اړوندو قراردونو عمل درآمد باوري كولو س??ه ‘نګورنو كارا باخ’ څخه خپل عسكر ستانه كړي او د نړيوال قانون پاسداری كولو س??ه دې مس??له حل كړي او د آذربائیجان د جغرافیائی سالمیت او خپلواكۍ احترام دې وكړي۔ د دې خیالاتو څرګندونه ده د ملګرو ملتونو جنرل اسمبلۍ 74مې غونډې پھ موقع د اسلامی مرستې تنظیم او آئی سی رابطه ګروپ “جمهوریه آذربائیجان د جم??وریه آرمینیا جارحیت” په سرخط غونډې ته خپل خطاب كښې وكړه۔ده ووئيل پاكستان د آرمینیا د اړخه د متنازعه سيمې جغرا??یې?? آبادی، معاشی، سماجی او كلتوري تشخص او اداره جاتی ډھانچې بدلولو يو اړخيزه اقدام مخالفت كوي۔ ده ووئيل د 1994ء راهسې راروانې شخړې سره نه يواځې 10 لاكھ وګړي بې كوره شوي بلكه نورو هېوادونو يا په ځائې توګه كډه كولو س??ه پھ خپل هېواد كښې په كډوالو جوړيدو مجبور شوې۔ ده ووئيل آرمینیا دې د ملګرو ملتونو سلامتی كونسل په قراردونو عمل درآمد باوري كولو س??ه ‘نګورنو كارا باخ’ څخه خپل عسكر ستانه كړي او په نړيوال قانون عمكل كولو س??ه دې مس??له حل كړي او د آزربائیجان جغرافیائی سالمیت او د خپلواكۍ دې احترام وكړي۔ ده ووئيل د نګورونوكارا باخ تنازعه نه حل كيدو س??ه سيمه ايز امن ته خطر پیښ دے۔ ده ووئيل د جم?? او كشمیر د پخوانۍ شخړې په شان دا معامله هم د سيمې امن لپاره خطرې ده۔ ده هيله څرګنده كړه چې نړيواله ورورولي دې آرمینیا ته د مقبوضه آزیری سيمو څخه ستن??دو?? نګورونو كارا باخ او منسلكه ضلعو څخه د خپلو عسكرو وېستلو لپاره اوائي او دې مس??لې حل كولو له خپل كردار ترسره كړي