اسلام آباد 19 جنوري (اے پي پي) د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير علي ا??ين خان ګنډاپور په مقبوضه كشمير كښې د هند د روانې ر??اس??ي ترهګرې سخته غندنه كٍړې او وئيلي دي چې هند په مقبوضه سيمه كښې د ظلم او جبر المناك مثالونه جوړوي او د يو منظم پلان له مخې د بې كشميريا??و د نسل كشۍ لړې روانه ده. د اتوار په ورځ په خپل يو بيان كښې ده ووئيل ??ې كه يو خوا په مقبوضه سيمه كښې د كرفيو په نتيجه كښې د كشميريانو معاشي او نسلي ??تل روان دے نو بلخوا په مقبوضه كشمير كښې په عقوبت خانو كښې د ماشوما??و د موجودګۍ د خبرونو نه د هندي حكومت د پست ذهن او درندګۍ اندازه لګول كېدے شي. ده ووئيل ??ې كشميريا??و د حريت جذبه ژوندې ساتلې او هند به په هر يو پلان كښې پاتې راځي. ده ووئيل ??ې ټول پاكستان قوم او حكومت به كشميري وروڼو سره د يووالي څرګندونې لپاره د فرورې په 5مه نېټه د كشمير يووالي ??رځ دې عزم سره لمانځي د خپلواكې حق ترلاسه كولو لپاره به تر وروستې سلګۍ او د وينې تر وروستي څاڅكي د كشميريانو ملاتړ جاري ساتلې شي.