اسلام آباد 22 فروری (اے پي پي) خارجه وزير شاه ??حمود قريشي وئيلي دي چې پاكستان ??ه خلوص او نېك نيت سره د افغانستان د امن په عمل كښې خپل كردار ترسره كړے، اوس به افغانانو ته خپل كردار ترسره كول وي، نن د امريكې پشمول ټوله نړۍ زمونږ د كردار ستائنه كوي، د پاكستان ??ه موجودګۍ كښې به د فرورې په 29مه نېټه د امريكې او طالبانو ترمېنځه په تړون لاسليك كېږي ځكه چې د پاكستان ??ه بغېر دا معاملې مخ په وړاندې بوتلل ممكن نه و. د خالي په ورځ د افغانستان د امن عمل په اړه خارجه وزير شاه ??حمود قريشي ووئيل چې د افغانستان د شخړې سوله ايز حل اسان ??ه و او نه دے. ده ووئيل چې تر ټولو اول خو مونږ ته نړۍ ته دا باور وركول و چې د افغانستان د شخړې حل د طاقت د لارې ممكن نه دے، د جامع مذ??كر??تو د لارې به سياسي حل لټول وي، طالبان ??ه مذ??كر??تو اماده كول هم اسان ??ه وو. ده ووئيل چې تاسو ته معلومه ده چې افغانان تر 19 كلونو په خپلو كښې جنګېدلي. كله چې په افغانستان ??ښې د يوې وژنې نه پس د اولس مشر ټرمپ لخوا ټويټ راغلو چې ده د افغانستان د امن مذ??كر??ت معطل ??ړي دي نو زمونږ هڅه وه چې مذ??كر??ت بيا زر پېل شي. ده ووئيل چې د خوشحالې خبره دا ده چې نن دواړه ډلې وائي چې مونږ تفصيلات ترسره ??ړي دي او مونږ يوې لوظنامې/تړون ته نزدې شوي يو. دواړو ډلو د تشدد په كمي او د فرورې په 29مه نېټه د تړون په لاسليك كولو اتفاق كړے.